پېټرولئيم مصنوعاتو باندې ټېکسونو په هکله سپريم کورټ کراچۍ رجسټرۍ کښې سماعت

0
32
پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې د اضافې خبر دروغ دې،ترجمان اوګرا

سپريم کورټ کراچۍ رجسټرۍ کښې په پيټروليم مصنوعاتو لګيدلي ټيکسونو متعلق کيس سماعت شوے ، سيکريټري پيټروليم ، ايف بي آر چيئرمين او نور چارواکي عدالت ته پيش شوي ، عدالت په لس ورځو کښې د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي متعلق تجاويز طلب کړل ، عدالت د پيټروليم مصنوعاتو په سر ډيلرانو ته ورکړے کيدونکي کميشن متعلق هم تفصيلات وغوښتل
سپريم کورټ کراچۍ رجسټری کښې پيټرولیم مصنوعاتو او ټيکسونو نرخونو زياتوالي په اړه د مقدمی اورېدنه شوی ولی کیس سماعت په وخت اوګرا چیرمین عدالت ته ندی حاضر شوی په کوم چی عدالت سخت د برهمی اظهار کړی دی،کیس اورېدنی په وخت ستر قاضی ثاقب نثار ته پی ایس او ايم ډي لخوا وئيلی شوي چی پيټرولیم مصنوعات پی ايس او په ګډون دوه ویشت کمپنیانی اخلي او دا چی د نرخونه ئی عالمي مارکيټ کی د تيلو تناسب وروسته ټاکل کیږي،دوي په عدالت کښی به دی اړه خپل رپورټ هم جمع کړی خو چيف جسټس ورته واضحه کړی چی رپورټ نه ئی مطمئن ندي،دوي به ئی د ريکارډ ماهرينو نه تصديق کوي،که چرته ورته زياتی پکی معلوم شو نو ذمه وارو پرضد به کاروائی کولی کیږي.ستر قاضي د یاد کیس اورېدنی په وخت دا هم وئیلی چی هره اداره ذمه واري په يو بل ور اجوي ولی بی وسه خلقو غم له چا سره هم نشته،هره میاشت نرخونه زياتږي او يا کميږي،په دی موقع چیف جسټس دا هم واضحه کړی چی داسی ښکاري چی وډېراګانو پیټرول پمپونه خلاص کړي او دا چی ډېلرانو او ادارو خپله خوښه جوړه کړی ده