پېښور بورډ د لسم او دولسم نتيجو اعلان کړې

پېښور بورډ د لسم او دولسم نتيجو اعلان کړې، درې زده کوونکيو په يولس سوه لس نمبرو کښې يوزر او اته نوي نمبرې ترلاسه کولو سره قامي ريکارډ جوړ کړې، د تعليم صوبائي وزير شهرام ترکئ پوزيشن ترلاسه کوونکي طالب علمانو کښې انعامونه ويشلي
د تعليم وزير شهرام ترکئ د لسم او دولسم ټولکي د نتيجې اعلان په وخت وئيلي چې شکر وباسم چې زمونږ فيصله ټيک وه ، ماشومان خوشاله دي او دا چې په مونږ ډير تنقيد وشو، شهرام خان ترکئ د بورډ عملي ته هم مبارکي ورکړيده شهرام خان ترکئ دا هم وئيلي چې د لسم او دولسم ټولګي ټول زده کوونکي مو په دې وجه پاس کړل چې د کورونا صورتحال وو ، هغه زياته کړيده چې زمونږ لپاره سرکاري او پرائيويټ ټولې تعليمي ادارې يوشان دي