پېښور زلمى او کوئټه ګليډى ايټرز ترمينځه مقابله

پاکستان سپر لیګ کښی به نن پېښور زلمې او کوئټه ګلیډئيټرز ټيمونو ترمينځه مقابله وى.تیره شپه شوي میچ کښی اسلام آباد یونائټيډ ټيم په لس وکټو کوئټه ټيم ته شکست ورکړی و‌ؤ

پاکستان سپر لیګ شپږم پړاو خوندور میچز په ابوظهبي کښی روان دي.نن به د دی ایونټ نولسم میچ کښی پېښورزلمي او کوئټه ګلیډئيټرز ټيمونو ترمينځه مقابله وي

کوئټه ټيم تراوسه شپږ میچونو  کړي او یواځې  یو میچ ئې ګټلې دی

همداسی پېښور زلمي ټيم په شپږ میچونو کښی درې میچونه  ګټلي او درې میچونو کښی شکست سره مخ شوې دې

پوانئټس ټیبل په حساب کوئټه ټيم تر ټولو آخرى او پېښورزلمي ټيم شپږ پوائنټس سره په څلورم نمبر دی

.تیره شپه اسلام آباد او کوئټه ټيمونو ترمينځه شوي میچ کښی اسلام آباد په آسانی سره کوئټه ټيم ته شکست ورکړې و‌ؤ او یو سل څلور دیرش رنزونو هدف ئی بې د کم لوبغاړو په  آوټ کیدو پوره کړی و‌ؤ