پېښور زلمى وارم اَپ ميچ ګټلې

ابوظهبى کښې د پى ايس ايل شپږم ايډيشن باقى ميچونه شروع کيدو نه وړاندې پېښور زلمى وارم اَپ ميچ  کښې هم د ګټې سلسله جارى ساتلې او ملتان سلطانز ته ئې په اووه وکټو ماتې ورکړيده

ابوظهبي کښې شوې دغه خوندور وارم اَپ ميچ کښې ملتان سلطانز ټاس ګټلو نه پس اول د بيټنګ فيصله کړې وه او پشاور زلمي ته ئې ګټې لپاره د يو سل نهه نوي رنزونو هدف ورکړې وو ملتان سلطانز طرف نه صهيب مقصود شاندار اته اتيا او شان مسعود اوه ديرش رنزونه جوړ کړې وو پشاور زلمي طرف نه عميد آصف شاندار باؤلنګ کړې او درې وکټې ئې په خپل نوم کړې دي پشاور زلمي مقرره هدف درې وکټو په زيان په آسانې سره پورا کړې چې پکښې شعيب ملک شاندار نهه پنځوس،حيدر علي شپږ څلويښت او ډيوډ ملر پنځه څلويښت رنزونه جوړ کړيدي پشاور زلمي اولني وارم اَپ ميچ کښې په اوه وکټو ملتان سلطانز ته ماتې ورکړې او د ګټي سلسله ئې جاري ساتلې ده