پېښور هائى کورټ مينګوره بنچ پاکستان سټيزن پورټل او وزيراعظم شکايت سيل غير قانونى ګرځولے

تيره ورځ پيښور هائي کورټ مينګوره بينچ په جسټس اشتياق ابراهيم او جسټس وقار احمد باندي مشتمل بنچ د وکيل اورنګزيب په رټ پيټيشن باندي محفوظ فيصله اورولي ده، عدالت خپله فيصله کښي وزيراعظم شکايت سيل او سټيزن پورټل د صوبائي ملازمينو خلاف استعمال غير قانوني ګرځولي دے وکيل اورنګزيب پيټيشن کښي موقف اختيار کړے وو چي وزير اعظم شکايت سيل او سيټيزن پورټل د ائين ارټيکل نهه نوي تحت عمل کښي رواستلي شوي ، د هغي اطلاق د صوبائي حکومت په ملازمينو نه کيږي وکيل واضح کړے چي وزير اعظم شکايت سيل باندي شکايت کونکے تن شناخت نه دے ظاهر کړے شوے خو د هغه د غلط معلوماتو په وجه په ټولنه کښې يو تعليم يافته او شريف کورني عزت نفس ته لوئي زيان رسيدلے ډويژنل بنچ د وکيل اورنګ زيب استدعا منظوره کړي او پاکستان سټيزن پورټل او وزير اعظم شکايت سيل غير قانوني ګرځولے