پېښور هائيکورټ د امير مقام د ضمانت قبل از ګرفتارۍ کښې دريم ستمبر پورې توسيع کړې

پېښور هائيکورټ د امير مقام د ضمانت قبل از ګرفتارۍ کښې دريم ستمبر پورې توسيع کړې

پېښور هائيکورټ د پاکستان مسلم ليګ ن خيبرپختونخوا صدر انجئير امير مقام د ضمانت قبل از ګرفتارۍ کښې دريم ستمبر پورې توسيع کړې او نيب ئې د هغه د ګرفتارۍ نه منع کړيدے، د نيب لخوا په امير مقام د آمدن نه سيوا آثاثو لرلو الزام دے
پيښور هائيکورټ کښې په جسټس ناصر محفوظ او جسټس اشياق ابراهييم مشتمل دوه کسيزه بنچ د امير مقام قبل از ګرفتارۍ ضمانت په ضد جمع شوي درخواست سماعت دوران عدالت ته اوئيلې شو چې نيب د پاکستان مسلم ليګ ن خيبرپختونخوا صدر امير مقام د زياتو آثاثو لرلو په حقله د نيولو اراده لري
سماعت دوران عدالت د وړاندې نه ضمانت قبل از ګرفتارۍ حکم ورکړې چې ترمخه ئې امير مقام د نيب د ولقې نه بهر دے
سماعت دوران وکيلانو عدالت ته خواست اوکړو چې درخواست ګزار قبل از ګرفتاري کښې دے توسيع اوکړے شي ،