پېښور هائيکورټ نيب ته مالم جبه ،بلين ټرى سونامى او د بينک اف خيبر انکوائرى رپورټ جمع کولو امر کړې

پېښور هائيکورټ نيب ته مالم جبه ،بلين ټرى سونامى او د بينک اف خيبر انکوائرى رپورټ جمع کولو امر کړې،عدالت وئيلي چې د جنورۍ شپږويشتمې نېټې پوري دې جامع رپورټونه عدالت ته وړاندي کړې شي،

پيښور هائيکورټ کښې د مالم جبې، بلين ټري سونامي، بينک آف خيبر د انکوائري حوالې سره کيس اورېدنه شوې خواست ګزار دريځ خپل کړې چې عدالت نيب ته د رپورټ جمع کولو حکم ورکړے ووخو د دې وروستو هم تردې دمه هيڅ قسمه رپورټ نه دې جمع کړې شوې ، د اورېدنې پرمهال د نيب پراسيکيوټر جواب ورکړې چې د نورو دواړو کيسونو ترڅنګ د بلين ټري سونامي رپورټ تقريبا تيار دې کوم چې به ډېر زر عدالت کښې جمع کړې شي ، په دې عدالت خپل ريمارکس کښې وئيلي چې دې مقدمو حوالې سره درې واړه رپورټونه عدالت کښې جمع کړې شي ، عدالت مخکښې وئيلي که چرې عدالتونو کښې د دې کيسونو رپورټونو حوالې سره څه ستونزه وي نو هغه زر تر زره هواره کړئ ځکه چې عدالت کله هم انکوئراۍ بندولو امر نه وو کړې بلکه د مسئلو حل کولو حکم ئې جاري کړې وو خو نيب د رپورټونو مسئله ځل کولو پرځائۍ د سره انکوائري بنده کړې ده ، عدالت نيب ته د دري واړو انکوائرو رپورټ د جنورۍ په شپږويشتمه نېټه جمع کولو امر کړې او د مقدمې نوره اورېدنه ئې د جنورۍ شپږويشتمې نېټې پورې ځنډولې