پېښور هائيکورټ کښې د کپټن ريټائرډ محمد صفدر په ضد د بغاوت کيس سماعت شوې

پېښور هائيکورټ کښې د کپټن ريټائرډ محمد صفدر په ضد بغاوت کيس سماعت شوے چې پکښې عدالت د کيپټن صفدر په ضمانت کښې اوم نومبر پورې توسيع کړيده او کيس يې د نومبر اومې نيټې پورې ځنډولې

د کيس سماعت دوران عدالت ويډيو بيان په تحريري توګه د جمع کولو حکم کړې د کومې په ضد چې مبينه ملک مخالف بيان ورکولو په جرم کښې شرقۍ تهاڼه کښې د کپپټن صفدر په ضد مقدمه درج کړې شوے وه ؂ کيپټن صفدر عدالت کښې د پيشۍ نه پس ميډيا سره خبرو کښې وئيلي چې مونږ په عدالتونو کښې وړاندې کيږو، کله په اسلام آباد ، لاهور او کله په پېښور کښې هغه زياته کړيده چې ملک څنګه چلول دي حکومت ته هيڅ معلومات نيشته او دا چې د فارن فنډنګ کيس فيصله په لس منټه کښې کيدائ شي خو حکومت به د خپل ځان خلاف فيصله نه ورکوي هم د دے وجې د فارن فنډنګ کيس فيصله هم نه راځي دا يې هم وئيلي چې که د مولوي تميزدين کيس فيصله په ميرټ شوے وه نو نن به د ملک دا حالت نه وو او دا چې پي ډي ايم د ملک سمولو لپاره متحرک دے، د خپلو خبرو په آخر کښې يې ووئيل چې اميد کوم په دے خبرو به زما په ضد ايف آئي آر نه درج کيږي