پېښور پريس کلب کښې د قامى يکجهتى امن کانفرنس ته د رويت هلال کميټۍ چيئرمين مولانا عبدالخبيرازاد وينا کړېده

د رويت هلال کميټۍ چيئرمين مولانا عبدالخبير ازاد وئيلي چې دشمن ايجنډا ده چې نسلي، مذهبي بنيادونو باندي دانتشار اوور اولګوي،ولي د قومي يکجهتي امن اتحاد جهنډا به هميشه اوچته وي،

پيښور پريس کلب کښې د قومي يکجهتۍ امن کانفرنس ته د وينا مهال چئيرمين رويت هلال کميټي عبدالخبير ازاد وئيلي چې هر مکتبه فکر علما دې پخپل خطابات تقريرونو کښې د قومي يکجهتۍ امن،روادارۍ او د اتحاد خبره د هر تنه اورسوي، عبدالخبير ازاد وئيلي دي چې د قومي يکجهتۍ مقصد هم دا دے چې هر مکتبه فکر علما دې د نسلي ، مذهبي او اشتعال انګيز تقريرونو څخه ډډه اوکړي،او د ميني ، امن ، رورولۍ،او د يو والي پيغام دې ورکړي، عبدالخيبر ازاد زياته کړي چې د حضور اکرم فرمان دے چې چا د يو انسان ژوند بچ کړو هغه پوره انسانيت بچ کړو،او د قومي يکجهتۍ دا سلسله به د ملک په بيله بيله سيمو کښې دوام داره ساتلے شي