پېښور کښې د اومى کرون کيسونه سيوا شوى

د خيبرپښتونخوا سرښار پيښور کښې ترخطرناکه حده پورې اوميکرون کيسونو کښې اضافه شويده، تير شواروز دوران صوبائي دارالحکومت کښې ديرش کيسونه رپورټ شوي چي ورسره په صوبه کښې داوميکرون کيسونو شميره شپږ ديرش ته رسيدلې

د خيبرپښتونخوا صحت محکمې ترمخه صوبه کښې د کورونا اومي کرون کيسونو کښې ورځ تر بله سېؤ والې په نظر راځي ، دا مهال د اومي کرون ويرينټ تر ټولو سېوا کيسونه سرښار پېښور کښې مخې ته راغلي چې شميره ئې دېرش ده ، د دې نه علاوه نوښار کښې د اومي کرون دوه ، کرک ، چارسده ، تيمرګره او هنګو کښې هم يو يو کيس رپورټ شوې، صحت محکمه وائي چې په پيښور کښې د کورونا اومي کرون کيسونو کښې تر خطرناکه حد پورې سېووالې په نظر راځي او تر ټولو سېوا کيسونه حيات آباد سيمه کښې رپورټ شويدي