پېښور کښې د باران لړۍ يو ځل بيا شروع شوے

پېښور کښې د باران لړۍ يو ځل بيا شروع شوے

پېښور کښې د باران لړۍ يو ځل بيا شروع شوے ، د تير شپږو ګنټو دوران اته اشاريه څلور مليميټره باران وريدلې، د موسمياتو محکمې ترمخه د باران سلسه به نن هم په وقفې وقفې سره جاري وي.پېښور کښې د يخنۍ دويم باران لړې شروع کيدو سره سم موسم نور يخ شوے چې ورسره درجه حرارت يولس ته راغلې، د باران سره سره نرۍ حوا هم چليږي.موسمياتو محکمې ترمخه روان باران نن ماسخوتن پورې جاري وي او د خيالي د ورځې نه يو ځل بيا د بارانونو نوې لړۍ شروع کيدو امکان هم څرګند کړې شوے.د باران له امله پېښور کښې د اوبو د نکاسۍ نظام هم ځينو سيمو کښې خراب شوے چې ورسره ډبليو ايس ايس پي اهلکارو هم خپل آپريشن شروع کړې او په باران کښې د نالو د صفائې عمل يې جاري ساتلې