پېښور کښې د سمارټ لاک ډاون والا علاقو کي د کورونا وائرس کيسز کم شوي

پېښور کښې د سمارټ لاک ډاون والا علاقو کي د کورونا وائرس کيسز کم شوي

پېښور کښې د سمارټ لاک ډاون والا علاقو کي کيسز کم شوي،د کوم وروستو د څلورو علاقو نه لاک ډاون ختم کړے شوے، او په دوو نوؤ سيمو کښې ئې لاک ډاون لږولې چې پکښې ډيفنس آفيسر کالوني او ګلبرک شامل دي، د جاري شوي اعلاميې ترمخه د سمارټ لاک ډاون دوران به د خلکو په تګ راتګ بنديز وي
د ډپټي کمشنر پېښور دفتر لخوا جاري شوي معلوماتو ترمخه اشرفيه کالوني، يونيورسټي ټآون چنار روډ، دانش آباد او سيکټر اي ټو فيز ون حيات آباد کښې سمارټ لاک ډاون ختم کړے شويدے او دا چې په يادو علاقو کښې د کورونا وائرس په کيسونو کمې ليدلې شويدے
د جاري شوي معلوماتو ترمخه د پېښور په دوه نورو علاقو کښې سمارټ لاک ډاون نافذ کرے شويدے چې پکښې ډيفينس آفيسر کالوني او ګلبرګ شامل دي
ډپټي کمشنر وئيلي چې په ډيفنس او ګلبرک کښې د کورونا وائرس په کيسونو کښې ډيره اضافه ليدلې شوے وه ، هم دغه وجه چي د انتظامېي له آرخه سمارټ لاک ډاون نفاذ يقيني جوړ کړے شو، بايد چې عام اولس د دغه علاقو د تک نه ډډه اوکړي

blank