پېښور کښې د معروف تاجر په کور د هینډ ګرنیډ حمله

پېښور کښې د معروف تاجر په کور د هینډ ګرنیډ حمله کړی شوی په چاودنه کښی ځانی نقصان نه دی شوی خو د خواو شاه د کورونو شیشی ماتی شویدی،پولیسو د نامعلومه ملزمانو خلاف ایف آئی ار درج کړی د پیښور د آغا میرجانی تهانی په حدودود کښی تیرا شپه د مشهور چرسی تکه فروش د مالک کور ته نامعلومه کسانو هینډ ګرنیډ بم غورځولی وو چی په ننیجه کښی ئی د کور شیشی،دروازی او ورسره د نزدی کورونو شیشی هم ماتی شوی په چاودنه کښی ځانی نه دی شوی،د دهماکی اواز په لری لری علاقو کښی اوریدلی شویدی،ځائی پولیس د حاجی نصرالله ولد محمداسحاق په مدعیت کښی د نامعلومه ملزمانو خلاف ایف آئی ار درج کړیدی او تفتیش ئی شروع کړی،د کور د مالک وینا ده چی د دوئی د چا سره هم ذاتی دشمنی نیشته