پېښور کښې د ډينګى ماشى حملې مسلسل روانې دى

پېښور کښې د ډينګي ماشي حملې مسلسل جاري دي، حيات ميډيکل کمپليکس او خيبرټيچنګ هسپتال کښې تير شواروز دوران يوسل شپږ څلويښت نوي کيسونه رپورټ شوي دوه ديرش ډينګي مريضان داخل دي

د پېښور په دلزاک روډ، چارسدره روډ، سربند، تهکال، اکيډمي ټاون دانش آباد ، ناصر باغ، راحت آباد او سفيد ډهيرۍ کښې د ډينګي ماشي له امله مثبت کيسونو په شميره کښې مسلسل زياتوالې ريکارډ شوے په متاثره سيمو کښې د ضلعي انتظاميې او صحت محکمې په مرسته د ډينګي سپرے عمل هم روان دے خو ولې دغه سپرے هم د ډينګي په مخنيوي کښې کاميابي نه ده ترلاسه کړې په خيبرټيچنګ هسپتال کې دا وخت دويشت مريضان زيرعلاج دي چې پکښې شپږ زنانه هم شامل دي