پېښور کښې د ډينګى ماشى حملې

پېښور کښې د ډينګي ماشي حملې جاري دي، خيبرټيچنګ هسپتال او حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې د داخل مريضانو شميره يوکم څلويښت ته رسيدلې، تير شواروز دوران دوه سوه دري اويا نوي کيسونه رپورټ شويدي

خيبرټيچنګ هسپتال ترجمان محمد سجاد ترمخه په هسپتال کښې د ډينګي متاثره مريضانو تعلق د تهکال، اکيډمي ټاون ، سفيد ډهيرۍ، دانش آباد ، سربند او خيبرضلعې سره ښودلې کيږي په کے ټي ايچ کښې داخل ديرش مريضانو کښې اته زنانه او دويشت نارينه شامل دي چې په ميډيکل وارډ کښې د پروټوکول مطابق د علاج لاندي دي دغه شان حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې د ډينګي نهه مريضان داخل دي او تير شواروز دوران څلور مريضان د هسپتال نه ډسچارج شويدي بلخوا د ضلعي انتظاميې لخوا سحر او ماښام د ډينګي سپرے عمل هم روان دے خو د متاثره علاقو اوسيدونکي وائي چې دا انتظامات ناکافي دي ځکه چې په تهکال، پاوکي، اکيډمي بشمول نزدې علاقو کښې د اوبو ډندونه ولاړ دي کومه چې د ډينګي وائرس خوريدو لويې سبب جوړيږي