پېښور کښې د کرونا وائرس مريضانو لپاره ځانګړې هسپتال جوړ کړے شوې

پېښور کښې د کرونا وائرس مريضانو لپاره ځانګړې هسپتال جوړ کړے شوې

پېښور کښې د کرونا وائرس مريضانو لپاره ځانګړې هسپتال جوړ کړے شوې چې راتلونکې هفته کښې به ئې وزير اعلې محمود خان په باقاعده توګه پرانسته کوي، کورونا هسپتال د ټولو سهولياتو نه پورا دے او په روانه مياشت کښې به فعاله شي
د وزير اعلې محمود خان په وينا جوړ کړے شوے د کورونا وائرس خصوصې هسپتال په پنځوس بډونو مشتمل دے چې پکښې به په خصوصې توګه د کرونا وائرس ښکار مريضانو علاج کولې شي
هسپتال کښې د نارمل او سيريس مريضانو لپاره ځانله بډونه مختص کړے شويدي، وزير اعلي محمود خان په دے اړه وائي چې په صوبائي بجټ کښې د کورونا وائرس مخنيوي لپاره مختص کړے شوے فنډ به حقيقي معنو کښې استعمالولې شي او دا چې د کورونا هسپتال د دغه د استعمال لوے ثبوت دے
د هسپتال پرانسته به وزير اعلې محمود خان راتلونکي هفته کښي په باقاعد توګه کوي او دغه شان هسپتالونه په نورو ضلعو کښې د جوړؤلو امکان هم څرګند کړے شويدے