پېښور کښې ناست هلک لخوا د انټرنيټ په ذريعه د امريکې ورجينا رياست کښې د کم عمره جينۍ په جنسى توګه د هراسانې کيس کښې اهم انکشافات

پېښور کښې ناست هلک لخوا د انټرنيټ په  ذريعه د امريکې ورجينا رياست کښې  د کم عمره جينۍ په جنسى توګه د هراسانې کيس کښې اهم انکشافات ،ګرفتار ملزم انس خان د بي بي اے طالبعلم دے،چا چې په غير قانوني توګه په دوو مياشتو کښې د دري امريکي جينکو اکاونټ هيک کړي

د ايف ائي اے سائبر ونګ وينا تر مخه انس خان په غير قانوني توګه د امريکائي جينکو اکاونټ ته د رسائي اعتراف هم کړيدے،د ملزم وينا مطابق هغه په دوو مياشتو کښې د دري امريکائي جينکو اکاونټ هيک کړي د ملزم وينا وه چې پاسپورډ او تصويرونه امريکائي جينکو پخپله ورکړي،او دا چې د زنانو تصاوير هغه بل چا ته نه دي سينډ کړي، ملزم ايف ائي اے ته خپل اعتراف کښې وئيلي چې هغه به د اتلس کالو نه زيات عمر زنانو سره سنيپ چيټ کولو،او د انسټاګرام په ذريعه به ئې د جينکو نه د سنيپ چيټ دپاره د اکاونټ پاسورډ غوښتو