پېښور کښې پوليسو سرچ آپريشن دوران اته دېرش کسان نيولي

0
30
پېښور کښې پوليسو سرچ آپريشن کړے د کومې دوران چې د افغان وګړو پشمول اته دېرش کسان نيولے شوي  او د هغوي نه وسله هم ترلاسه کړے شوېده
تفصيلاتو ترمخه د پېښور پهاړي پوره تهاڼې په فيروزآباد او فقيرآباد  کښې پوليسو د سيکيورټي اندېښنې په وجه سرچ آپريشن کړيدے
پوليس وائي چې د سرچ آپريشن دوران اته دېرش شکمن کسان نيولے شوي او د هغوي نه وسله هم برآمد کړےشوېده
پوليس زياتوي چې په نيولے شوي کسانو کښې په غېرقانوني توګه مېشته اته افغان وګړي هم شامل دي د چاپه ضد چې مقدمې درج کړے شويدي