ځنى قوتونه د آئين آرټيکل شپږم نه زيات زوره ور دى: خورشيد شاه

اپوزيشن ليډر خورشيد شاه وئيلى دى چې د مشرف په اړه د سپريم کورټ فيصلے نه په ډاګه کيږى چې دې کښې د وزيراعظم نوازشريف رضامندى هم شامله ده او داسې معلوميږى چې ځنى قوتونه د آئين آرټيکل شپږم نه زيات زوره ور دى
سپريم کورټ له طرفه پخوانى صدر ته ملک نه بهرتګ اجازت ورکولو فيصلے په ردعمل کښې خورشيد شاه وئيلى دى چې په دې معامله حکومت د دباؤ ښکار وو او حکومت دې نه ځان خلاصولو لپاره دا معامله په عدليې پريښوده
د هغه وينا وه چې حکومتى رويے نه پته لګى چې دوى هم په دې فيصله رضا دى 
خورشيدشاه مخکښې اوئيل چې هائى پروفائل کيس کښې ملزم ته د بهرملک تلو اجازت ورکولو ذمه وار سپريم کورټ دے او دا فيصله د اټارنى جنرل په رضامندې شوېده
هغه مخکښې اوئيل چې نوازشريف څوک چې د پرويزمشرف نه نيغ په نيغه متاثره شوېدے په دې معامله غلے دے نو د نورو ګوندونو څه کار دے چې دا معامله پورته کړى
خورشيد شاه زياته کړه چې زوالفقار على بهټو په آئين کښې شپږم آرټيکل شامل کړے وو ولې بيا هم د پهانسۍ نه بچ نه شو او د مشرف په معامله کښې داسې ښکارى چې د آرټيکل شپږم نه زيات طاقتور نور قوتونه دى