ځوانانو دپاره د روزګار موقعې ورکول د صوبائى حکومت وړومبې ترجيح ده ، کامران بنګش

د خیبرپختونخوا د وزیراعلی معاون خصوصی کامران بنګش وئیلی دی چی د ځوانانو د پاره د روزګار موقعی فراهم کول د صوبائی حکومت ړومبی ترجیح ده او په دی لړ کښی ئی د هیلویتاس نومی اداری سره مفاهمتی یاداشت سائن کړیدی، کامران بنګش وئیلی دی چی د هیلویتاس سره د مفاهمتی یاداشت نه پس به په صوبه کښی په ای کامرس کښی ډپلومه کونکو ته د کورس د ډيزائن د پاره تیکنیکی معاونت ترلاسه کیږی،د مارکیټ بیسډ ریسرچ د پاره به په ای کامرس کښی نصاب ته د وخت په مطابق ترتیب ورکولی شی،دوئی وئیلی دی چی په یاداشت کښی دا هم شته چی د ای کامرس سره د تړلو استاذانو تربیت به هم هیلویتاس ورکوی،د ای کامرس د ډپلومی ترلاسه کیدو نه پس به په صوبه کښی اکثره ځوانان برسرروزکار شی کوم چی یو ښه شګون دی او دا چی د حکومت کوشش دی چی په یوه میاشت کښی د ننه نصاب ترتیب کړی او په راتلونکی کال کښی دلته نه ډپلومه ترلاسه کول ممکن کړی شی