څليريشت زره اربه روپو قرضو تحقيقاتو لپاره به زر کميشن جوړ کړې شى ، وزيراعظم

وزيراعظم عمران خان د حکومتي او پارټي ترجمانانو اجلاس نن رابللې دې

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د پاکستان تحريک انصاف مشاورتې اجلاس شوې،ذرائع وائې چې غونډے پر مهال وزيراعظم عمران خان ته د قرضو تحقيقاتو لپاره مجوزه کميشن په اړه بريفنګ ورکړے شوے دے،اجلاس کښې د اپوزيشن ليډرانو ګرفتارو او د پارټۍ حکمت عملې باندې هم صلاح مشوره شوے ده
وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې بنې ګاله اسلام آباد کښې د پاکستان تحريک انصاف مشاورتې غونډه ترسره شوې ،اجلاس کښې عمر ايوب،مراد سعيد،فردوس عاش اعوان،جهانګير ترين،سينيټر فيصل جاويد او د پارټۍ نورو قائدينو شرکت کړې
اجلاس دوران مشير خزانه د بجټ او حکومتې اهدافو متعلق بريفنګ ورکړے دے، چيئرمين ايف بې آر ټيکس اصلاحاتو او جهانګير ترين زراعتو متعلق شرکا بريف کړېدې
ذرائعو دعوا کړې چې اجلاس کښې د قرضو تحقيقاتو لپاره مجوزه کميشن په معامله هم غور شوے دے،وزيراعظم عمران خان اجلاس ته وئيلې دې چې قرضو تحقيقاتو لپاره به کميشن ډير زر جوړ کړے شې،د کميشن جوړولو مقصد اخستې شوې څليريشت زره اربه روپو قرضو تحقيقات کول دې
عمران خان دا دعوا هم کړېده چې معيشت ښه شوے او سخت وخت ختم شوے دے،کرنټ اکاونټ خساره کښې هم ديرش فيصده کمې راغلے دے
وزيراعظم دا هم وئيلې دې چې اولس غربت نه راويستل د تحريک انصاف حکومت وړمبۍ ترجيح ده او دے لپاره د احساس پروګرام په بجټ کښې هم يونوې اربه روپے سيوا کړے شوے دې
ذرائعو دا هم دعوا کړيده چې اجلاس کښې د اپوزيشن ليډرانو ګرفتارۍ او پارټۍ حکمت عملې باندې هم غور شوے دے