څوارلسم اګست به ټول خلق په خپلو کورونو تورې جهنډې لګوی

د شمالي وزیرستان اتمانزئ مشرانو د څوارلسم اګست ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او په دغه ورځ اسلام اباد ته د مارچ کولو فیصله کړې دې
د اتمانزئ قام مشرانو دغه فیصله عیدک دهرنا کې کړی. مشرانو ویلی چې په څوارلسم اګست به ټول خلق په خپلو کورونو تورې جهنډې لګوی او د ازادۍ ورځې په دستورو کې به کډون نکوي. مشرانو په اولس غږ کړې چې نن نه په خپلو کورونو، ګاډو او بازارونو تورې جهنډې اولګوي او تر د څوارلسم اګست پورې د شناختی کارډ، ډومیسایل او پاسپورټ جوړولو دپاره سرکاري دفترونو څخه ډډه اوکړي. اتمانزئ مشرانو دړکه کړې که چا په سرکاري دستورو کې ګډون اوکړو نو کور به يې مسمار کیږی او شل لکه جرمانه به هم پرې کوي. د دې ترڅنګ اتمانزئ مشرانو په څوارلسم اګست د درې سوه ګاډو قافلې سره اسلام اباد ته د مارچ کولو هم اعلان کړې