څوک به وى د ملک نوې وزير خزانه ؟

0
29
څوک به وى د ملک نوې وزير خزانه ؟

څوک به وي د ملک نوي وزير خزانه ؟ دي لړ کښې د اميدوارانو نومونه مخي ته راغلې دي ، سرچيني وائي چې د پخواني وزير خزانه ډاکټر حفيظ پاشا، سلمان شاه او د اسټيټ بينک پخواني ګورنر عشرت حسين نومونه د مضبوط اميدوارانو په فهرست کښې شامل دي
د سرچينو مطابق پخواني وزير خزانه شوکت ترين مشير خزانه مقرر کولو قوي امکان وو ولي هغوي د دغه عهده اخيستو نه انکار کړيدي
سرچيني وائي چې د وزارت خزانه امور چلولو دپاره پخواني وزير خزانه ډاکټر حفيظ پاشا، سلمان شاه او د اسټيټ بينک پخواني ګورنر عشرت حسين مضبوط اميدواران دي ، سرچينو زياته کړيده چې ډاکټر عشرت حسين تاجر برادرۍ ته هم قبول دي ، هغۀ دا وخت د وزير اعظم عمران خان د اداره جاتي اصلاحات او کفايت شعارۍ دپاره مشير دي
سرچينو دا هم وئيلي دي چې د مشير خزانه دپاره د پخواني وزير خزانه ډاکټر حفيظ شيخ نوم هم په فهرست کښې شامل دي ، هغوي د پيپلز پارټۍ په دور حکومت کښې وزير خزانه پاتي شويدي