چئيرمين اين ډي ايم اے د بلوچستان متاثره سيمو دوره کړي

چئيرمين اين ډي ايم اے د بلوچستان متاثره سيمو دوره کړي

چئيرمين اين ډي ايم اے ليفټننټ جنرل محمد افضل د بلوچستان باران او واوري نه متاثره سيمو دوره کړي، متاثرينو لپاره ئي د امدادي پيکج اعلان کړے دے، د مړه شوي کسانو لواحقينو ته به پنځه لاکهه او ژوبل شوي کسانو ته به پنځوس زره روپۍ ورکولې شي،
چئيرمين اين ډي ايم اے ليفټننټ جنرل محمد افضل د بلوچستان متاثره علاقو دوره کړيده ، په دي موقع ډي جي ، اين ډي ايم اے بلوچستان هغه ته بارانونو او واوري له وجي شوي مالي او ځاني نقصان متعلق بريفنګ ورکړے،
چئيرمين اين ډي ايم اے د وزير اعظم لخوا متاثرين لپاره امدادي پيکج اعلان کړي، د مړه شوي کسانو لواحقينو ته به پنځه لاکهه او ژوبل کسانو ته به پنځوس زره امدادي رقم ورکولې شي،
د مکمل تباه شوي کورونو مالکانو ته به يو لاکهه روپۍ او جزوي متاثره کورونو مالکانو ته به پنځويشت زره روپۍ ورکولې شي