چئيرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال ملک نه د بدعنوانئ ختمول اولين ترجيح ګنړلي

نيب متعلق د تاجر او صنعتکارانو تحفظات بےځايه دې: جاويد اقبال

چئيرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال ملک نه د بدعنوانئ ختمول او د عوام لوټ کړے شوي پيسه قامي خزانه کښې واپس جمع کول اولين ترجيح ګنړلي، وائي چي تيرو دوه ويشتو مياشتو دوران د قام لوټ کړے شوي يو اويا ارب روپے قامي خزانه کښې بيرته جمع کړے شويدي
چئيرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال د نيب خيبر پښتونخوا دوره کړي،او دلته ئي د يو اهم اجلاس مشري کړي
اجلاس کښې دنيب خيبر پښتونخوا کارکردګي جائزه اخستے شوي او په نورو اهمو چارو هم تفصيل بحث شوے
اجلاس ته د وينا په وخت چئيرمين نيب اووئيل چي د ميګا کرپشن وائټ کالر مقدمات منطقي انجام ته رسول د نيب په ترجيحاتو کښې شامل دے
هغه زياته کړه چي پاکستان نه د بدعنواني خاتمے او د عوام لوټلے شوي مال واپس راوړلو لپاره سنجيده کوششونه روان دي
جسټس ريټائرډ جاويد اقبال دا هم اووئيل چي د تيرو دوه ويشتو مياشتو دوران نيب د قوم لوټلے شوي يو اويا اربه روپئ برامد کړي او قامي خزانه کښې ئي جمع کړيدي
چئيرمين نيب مخکښې اووئيل نيب خيبر پښتونخوا د نيب اهمه علاقائي بيورو ده،کومي چي د نيب په مجموعي کارکردګئ کښې اهم رول ادا کړے
هغه اووئيل چي نيب خيبر پښتونخوا د تيرو دوه ويشتو مياشتو دوران صفر اعشاريه پنځه ارب روپئ بلواسطه او بلاواسطه برامد کړي او قامي خزانه کښې ئي جمع کړي او دا چي جعلي هاوسنګ سوسائټيز په مد کښې عوام نه لوټلے شوي رقم ئي هم برامد کړے