چئيرمين پي سي بي احسان ماني په مشري کښي د ګورننګ بورډ غونډه شوي

0
20
احسان ماني

لاهور کښي چئيرمين پاکستان کرکټ بورډ احسان ماني په مشري کښي د پي سي بي ګورننګ بورډ غرو څلور پنځوسمه غونډه وشوه چي پکښې قامي ټيم ورلډ کپ کښي ناکامي وجوهاتو جاج اخيستلو سره مالي کال دوا زره نولس شل بجټ منظوري ورکړلي شوه
تفصيلاتو ترمخه قذافي سټيډيم لاهور کښې د پي سي بي چئيرمين احسان ماني په مشري کښې پي سي بي ګورننګ باډي مهمه غونډه وشوه چي پکښې غړو ګدون وکړو
پي سي بي لخوا جاري شوي پريس ريليز ترمخۀ غونډه کښې د پاکستان کرکټ بورډ مالي کال دوا زره نورلس او شل بجټ منظوري ورکولو سره تير کال بجټ آډت لپاره نوي آډيټر تقرري منظوري هم ورکړلي شوه
غونډه کښي د ډويسټک کرکټ اصلاحات باندي مشاورت هم وکړلي شو ګورننګ باډي غړو نوے ډوميسټک کرکټ نظام راوستلو لپاره خپل تجاويز وړاندي کړل
غونډه کښې قامي ټيم ورلډ کپ کښې کارکردګي باندي غړو تشويش اظهار وکړو او وے وئيل چي ټيم د قام توقعات برعکس کارکردګي وړاندي کړه ولي راتلونکي څلور ميچونو کښي بهتر لوبي اميد لرو
غونډه کښې هيډ کوچ مکي آرتهر بالنګ کوچ اظهر محمود چيف سليکټر انضمام الحق مينجر طلعت علي او نور کوچنګ سټاف معائدے غزولو يا ختمولو په اړه هم مشاورت وکړلي شو