چئيرمين پي ټي آئي په پاکستان کښي هميشه دډکټيټر شپ حمايت کړے، بلاول

صرف وسياسي جماعت داليکشن تاريخ ورکوي، بلاول بهټو

خارجه وزير بلاول بهټو زردارې اوئيل چي چئيرمين پي ټي آئي په پاکستان کښي هميشه ډکټيټر شپ سپورټ کړے ، ددي خبري مکمل شواهد او ثبوت موجود دي چي په کال دوه زره اتلسم کښې د دهاندلې په ذريعه د تحريک انصاف حکومت راوستې شوې وو چي پکي يو څو پخواني د فوج افسران ملوث وو
غير ملکي چينل سره انټرويو کښې وزير خارجه بلاول اوئيل چي د پي ټي آئي چئيرمين ته د فوج نه مسئله په تير اپريل کښې شروع شوه چي کله فوج په سياست کښې برخه نه اغستو او د سياسي پارټو حمايت نه کولو اعلان اوکړو ، د چئيرمين پي ټي آئي مسئله دا ده چي فوج د هغوې حمايت نه کوي بلاول مخکښې اوئيل چي په پاکستان کښې د فوج غير مقبول کيدو په اړه خبري د پي ټي آئي د حاميانو دي او دا تاثر بالکل غلط دے تر سو چي په سياست کښې پاکستاني فوج عمل دخل تعلق دے نو دي خبري نه انکار نشي کيدے چي د پاکستان په تايخ کښې نيمه عرصه فوجي حکومت پاتي شوي ، زما پارټې پاکستان پيپلز پارټي هر ځل آمرريت چيلينج کړے