چارسده کښي امنيتي ځواکونو دکاروائۍ پر وخت د هند جاسوس نيولي

0
28
د چارسدے په عمرزو يوسف اباد سيمه کښي د امنيتي ځواکونو د کاروائۍ پر وخت  افغانستان کښي دهند سفارتخانې اهلکار نوراغا والد ګل اغا د دوه رونړو او پلار سره نيولي دي
پوليس  دعوې کړيده چې  په دغه کسانو کښي چې  د هند لپاره د جاسوسي شک پړې څرګند کړي شويدے ورسر پاکستاني شناختي کارډونه هم وو۔امنيتي اهلکارو د هند لپاره دغه شکمن جاسوسان د پلټنو لپاره نامعلومه ځائي ته منتقل کړيدي ولي اوس هم د پوليسو پشمول د حساسو ادارو لخوا د چارسدي په بيلا بيلو سيمو کښي عمليات دوامداره دي  چي پکښې  تر دے دمه د مندني او عمرزو نه شل شکمن کسان نيولي شويدي او د هغوي د ولقې نه څلور کلاشنکوفي ،اته تمانچې،زر کارتوس ،لټريچري،افغان سيمونه  او لفټاپې  برآمد کړے شويدي