چارسده کښې پنځه ويشت شکمن کسان نيولې شوي

0
49
د چارسدې په مختلفو سيمو کښې قانون نافذ کونکى ادارو کاروائى کړې،  افغانستان کښې د هند سفارتخانې ملازم خان آغا په ګډون پنځه ويشت شکمن کسان ئې نيولې دى 
دغه کاروائى پوليسو او استخباراتى ادارو په ګډه کړيده 
پوليسو وائى چې  د کاروائى دوران افغانستان کښې دهند سفارتخانې ملازم خان آغا د خپلو درې ځامنو سره نيولې شويدى 
پوليس چارواکى زياتوى چې خان آغا د نويد خان په نوم پاکستان کښې جعلى شناختى کارډ هم  جوړ کړې وو
دخان آغا په ځامنو  کښې نور آغا، رحيم الله او خانم الله شامل دى 
دغه رنګ د چارسدې مندڼې او نورو سيمو کښې هم د کاروائى دوران شل شکمن کسان نيولې شويدى چې د  ولقې نه ئې  وسله ، لټريچرې ، افغان سيمونه او ليپ ټاپې برآمد شويدى
نيولې شوى ټول ملزمان د نور تفتيش لپاره نامعلومه ځائې ته منتقل کړې شويدى