چارسدې کښي درشته په شخړۀ د کور دننه ډزو کښي درے تنا په حق رسيدلي

د کوهستان ضلع کښې ډسټرکټ ايجوکيشن آفيسر نامعلومه تنانو قتل کړے

د چارسدې په مرزا ډهير سنګر کلي کښي د رشته په شخړۀ د کور دننه ډزے شوي دي ۔ د کومے په نتيجه کښي د يو زنانه په شمول درے تنا په حق رسيدلي دي
د چارسدے ترناب تهانه په مرزا ډهير سنګر کلي کښي د رشته په نتازعه د ګوهر زمان نوم تن په کور کښې د ډزو په نتيجه کښي درے تنا په حق رسيدلي دي په کوم کښې چي شهزاد ، بيت الرحمان او د شمس الزمان کور ودانے شامل ده ۔ د پيښي ککړ ملزم شمس الرحمان د ډزو نا پس خپل ځان پوليس تا حواله کړے دے ۔
د ډوز په دغه پيښه کښي د حق رسيدلي تنانو مړي د چارسدے ډي ايچ کيو هسپتال تا رسول شوي دي چرته چي د مړو پوسټ مارټم نا پس ورثا تا حواله شوي دي پوليس د پيښي نور تفتيش هم شروع کړے دے