چارسدې کښې د يو کچه کور چهت راپريوتے چې پکښې ښځه خاوند او يوه لور په حق رسيدلي دي

د چارسدې په بهرام ډهيري علاقه کښې د يو کچه کور چهت راپريوتے چې پکښې ښځه خاوند او يوه لور په حق رسيدلي دي ، چهت پېښه کښې درې ماشومان ژوبل شوي هم دي کوم چې د علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شويدي،بلخوا ډپټي کمشنر عادل شاه هم د واقعې ځائے ته رسيدلے او د متاثره کورنۍ لپاره ئې د مالي امداد اعلان کړيدے
د چارسدې تحصيل تنګي په بهرام ډهيرئي علاقه کښې بيګا د شپې د يو کچه کور چهت راپريوتے په کوم کښې چې درې کسان په حق رسيدلي دي، حق رسيدلي کسانو کښې ښځه او خاوند او يوه لور شامل دي، واقعه کښې درې ماشومان ژوبل شوي هم دي کوم چې هسپتال ته د علاج معالجې لپاره منتقل کړے شويدي ، ځائي خلق وائي چې د حق رسيدلي تاجب ګل کور کچه وو کوم چې د زيات بارانونوپه وجه راپريوتے دے،مقامي خلقو پخپله دغه مړي او ژوبل کسان د ملبي نه راوويستل او هسپتال ته ئې منتقل کړل ،ځائي خلق وائي چې دغه کورنۍ د کرايه په کور کښې ديره وو او ځانله به ئې محنت مزدوري کوله
بلخواډپټي کمشنرعادل شاه هم د واقعې ځائے ته رسيدلے او متاثره کورنۍ لپاره ئې د مالي امداد اعلان کړے،ډي سي چارسده وائي چې د متاثره کورنۍ د نقصان به ازاله کولےشي