چارسدے پوليس د تحريب کاري منصوبه ناکام کړي

چارسدے پوليس د تحريب کاري منصوبه ناکام کړي

چارسدے پوليس د تحريب کاري منصوبه ناکام کړي او د تحريب کاري په يو شمير مقدماتو کښې مطلوب ملزم ئے نيولي د کوم نا چي وسله او تحريب کاري کښي استعماليدونکي اوزار هم برامد شوي ۔

د چارسدے په سرډهيري پوليس تانړه کښي ډي ايس پي صنوبر خان يو خبري غونډے تا د ملزم په اړه ووئيلي چي ملزم شير غني عرف ابراهيم د عزيزاباد پوليس چوکي سره نزدے نيول شويدے کوم چي د تحريب کاري لپاره منصوبه جوړوله ۔ هغوي زياته کړي چي ملزم د مردان سي تي ډي تا هم د تحريب کاري په مقدماتو کښي مطلوب دے دغه رنګ ملزم نا دواه لاسي بمونه ، يو د راکټ لانچر ګوله او تحريب کاري استعماليدونکي نور سامان هم برامد شوي ۔ پوليس وائي چي د ملزم تعلق د کوم يو تحريب کار کالعدم تنظيم سره دے کوم چي صوبه په مختلف سيمو کښي د تحريب کاري په مقدمو کښي مطلوب دي پوليس دا هم ووئيل چي د ملزم تعلق د چارسدے نسته کلي سره ؤقدل شويدے