چاغې انتظاميے غير قانونې ښکار کولو په الزام کښې دوه قطرې شهريان ګرفتار کړې

چاغې انتظاميے غير قانونې ښکار کولو په الزام کښې دوه قطرې شهريان ګرفتار کړې

چاغې انتظاميے غير قانونې ښکار کولو په الزام کښې دوه قطرې شهريان ګرفتار کړې ،کمشنر مطابق نيولې شوې قطرې شهريانو سيمه کښې د تلور غيرقانونې ښکار لپاره راغلې وو،انتظاميے يو پاکستانې سهولتکار هم نيولې دې
د بلوچستان چاغې سيمه کښې انتظاميے دوه قطرې شهريان ګرفتار کړې دې چې نومونه ئې احمد او عبدالعزيز ښودلې شوې دې
کمشنر محمد اياز مندوخيل وائې چې دغه کسان پدک سيمه نه نيولې شوې او هغوې د تلور غيرقانونې ښکار لپاره روان وو،انتظاميے مطابق ملزمانو نه قطرې پاسپورټس،غير ملکې کرنسې او د ښکار سامان هم برآمد شوې دے
نيولې شوې قطرې وګړو نه دالبندين ليويز تحقيقات شروع کړې دې