چترال ټريفکي پيښې کښې نهه کسان پحق رسيدلي

چترال ټريفکي پيښې کښې نهه کسان پحق رسيدلي

د لواري ټنل په لار چترال ته تلونکې ګاډې ژورې کندې ته پريوتې دې، ټريفکي پيښه کښې نهه کسان پحق رسيدلي او ديارلس نور ژوبل شويدي، متاثره کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي، ژوبل کسان دروش هسپتال ته رسولي شوي چې پکښې د بعضې ژوبل کسانو حالت نازک ښودلې کيږي،ريسکيو چارواکو وئيلي چې دغه ګاډي کښې سواره د ټولو کسانو تعلق يو خاندان سره دې
ريسکيو چارواکو مطابق دير نه لواري ټنل په لار چترال ته تلونکې د ډبل کيبن ډاټسن ژورې کندې ته غورځيدلې دې
ټريفکي پيښه کښې نهه کسان پحق رسيدلي او ديارلس نور سخت ژوبل شويدي
د پيښې متاثره کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي
ريسکيو چارواکو ترمخه پيښه کښې ژوبل شوي کسان دروش هسپتال ته منتقل کړې شوي چې پکښې د بعضې حالت نازک ښودلې کيږي
ريسکيو چارواکو وئيلي چې ډبل کيبن ډاټسن ګاډي کښې څليريشت کسان سواره وو او تعلق ئې يو خاندان سره دې