چرس پروسيس کولولپاره سى فارم کمپنى او طالب حکومت ترمينځه لوظنامه

د اسټريليا سي فارم نومې دارو جوړؤنکې کمپنۍ افغانستان کښې چرس پروسيس کولو پراجيکټ شروع کولو پحلقه طالبان حکومت سره لوظنامه لاس ليک کړۀ ، لوظنامې ترمخه دا فارما کمپني به افغانستان کښي د چرسو نه يو قسم دوائي او کريم جوړوي
د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي په ټويټر ورکړي شوي بيان کښي وئيلي چي سي فارم نومې کمپنۍ او افغان دولت په يولوظنامه لاسليک کړې، د دې لوظنامې لاندې به دغه کمپني افغانستان کښي د چرسو پروسيس کولو پراجيکټ شروع کوي،دي سره به په سلګونو افغان وګړو ته روزګار په لاس ورشي، دا کمپني به د چرسو نه يوقسم دوائي او کريم جوړوي،