چلاس کښي د فورسز او ترهه ګرو ترمينځه نښته کښي دوه اهلکار او درې وسله وال وژلي شوي

0
55
د ګلګت بلتستان چلاس سيمه کښي د سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځه نښته شويده چي پکښي دوه اهلکار شهيد او درې وسله وال وژلي شويدي 
 
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شويدي چې د چلاس  وادي تاريل سيمه کښې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع کارروائي کوله چي دې دوران ترهه ګرو په سيکيورټي فورسز ډزې اوکړې چي په نتيجه کښي ئي دوه سيکيورټي اهلکار شهيد شول 
بيان کښي وئيلي شويدي چي سيکيورټي اهلکارو د ترهه ګرو د ډزو  غاښ ماتې جواب ورکړيدے  او د سيکيورټي اهلکارو په ډزو  درې ترهه ګر وژلې شويدي  او داچې سيمه کښي د نورو ترهه ګرو لټون لپاره سرچ آپريشن روان دے 
آئي ايس پي آر زياتوي چې وژلې شوي ترهه ګر په سيکيورټي فورسز او د سوارلو په بسونو حملو کښې ککړ وو