چمن بوغره چوک کښې چاودنه ، شپږ کسان پحق رسيدلى او دولس ژوبل

چمن بوغره چوک کښې چاودنه ، شپږ کسان پحق رسيدلى او دولس ژوبل

د بلوچستان چمن ښار په بوغره چوک کښي د جے يو آئي نظرياتي ګروپ نائب امير مولانا عبدالقادر ګاړي سره نزدې بمي چاودنه شوي، پوليس وائي چې چاودنه کښي شپږ کسان پحق رسيدلي او دولس نور ژوبل شويدي

د پوليس مطابق چمن علاقے بوغره چوک کښې مرغي بازار سره نزدې بمي چاودنه شوي چې پکښې شپږ کسان شهيدان او نور دولس ژوبل شويدي پوليس وائي چې چاودنه د جے يو آئي نظرياتي ګروپ نائب امير مولانا عبدلقادر ګاړي سره نزدې شوې او په چاودنه کښې مولانا عبدلقادر سخت ژوبل شويدے پوليس وئيلي چې چاودنه کښې ژوبل کسان په فوري توګه ځائي نزدې هسپتالونو ته د علاج لپاره متنقل کړې شويدي پوليس مخکښې وئيلي دي چې چاودنه د موټرسائيکل په ذريعه شوي او د چاودنې ځائے نه تباه شوي حالت کښې يو موټرسائيکل هم برآمد شويدے