چمن کښي په موټرکار دوسلوالو ډزو کښي مور او زوی وژل شوي

چمن کښي په موټرکار دوسلوالو ډزو کښي مور او زوی وژل شوي

د چمن او کوئټي تر منځ لويه لار مشرقي بائي پاس سره نزدے په يو موټرکار دوسلوالو لخوا ډزي شوي ، د ډوز په نتيجه کښي مور او زوی وژل شويدي،
د قلعه عبدالله سرحدي ښارچمن مشرقي بائي پاس باندي وسلوالو موټر ودرولې او ډزي پري کړي، چي پکښې مور او ځوي وژل شويدي ،
وئيلي کيږي چي د وژل شوي کسانو تعلق د افغانستان سره دے او پېښه د زړے دښمنۍ پر بنياد رامخه ته شوے ده
پېښه کښې د مور سره وژلې شوی ځوان تيره ورځ د کوئټي جيل نه د دريو کالو قيد تيرولو روستوخوشي کړے شوی وو او خپل کور ته روان و