چودهرى نثار د وزيراعظم نوازشريف د بيمارۍ نه فائده پورته کولو ناکامه کوشش کړېدے

پيپلزپارټۍ چيرمېن بلاول بهټو زردارى تورلګولے چې وفاقى وزير داخله چودهرى نثار د وزيراعظم نوازشريف د بيمارۍ نه فائده پورته کولو او په خپله وزيراعظم په څوکۍ د ناستى ناکامه کوشش کړېدے،د دې الزام په جواب کښې چودهرى نثار وئيلى دى چې بلاول ته چا اخلاقيات نه دى ښودلے د هغه د مشرانو رويه هم دغه شان وى
خپل ټوئټرپيغام کښې بلاول بهټو زردارى په داخله وزير سخت ټکونه کړى او وئيلې ئې دى چې چودهرى نثار د وزيراعظم نوازشريف بيمارۍ نه فائده پورته کولو کوشش کړے وو او غوښتل ئې چې په خپله په دغه څوکۍ کېښنى ولى خپل مقصد کښې کامياب شوے نه دے
بلاول زياته کړه چې د وزيراعظم جوړيدو مهم کښې ناکامۍ وروستو چودهرى نثار غصے او تاؤاخستے دے او دا چې د هغه دا کوشش يو ډير بد عمل وو
د بلاول بيان په جواب کښې داخله وزير وئيلى دى چې بلاول ته چا اخلاقيات نه دى ښودلے
چودهرى نثار زياته کړه چې بلاول له ماشوم دے د هغه مشرانو سره هم د اخلاقياتو کمې وو
داخله وزير په عمران خان هم ټکونه کړى او وئيلې ئې دى چې نوازشريف آپريشن تهيټر کښې پروت دے او خان صېب  د هغه خلاف خپله بيان بازى جارى ساتلې ده،هغه په دې موقعه د سنجيدګۍ نه کاراخستل پکار دى