چيئرمين اين ډى ايم اے هنزه وادى شمشال کښې د ګليشير ويلى کيدو رپورټ طلب کړېدې

0
20

چيئرمين اين ډى ايم اے هنزه وادى شمشال کښې د ګليشير ويلى کيدو رپورټ طلب کړېدې او متعلقه چارواکو ته ئې احکامات جارى کړى دى چې د څه قسمه خطرې لپاره دې کوټلى ګامونه پورته کړى
چيئرمين اين ډى ايم اے ليفټننټ جنرل محمود حيات ماهرينو ټيم ته هدايت جارى کړېدې چې د هنزه وادى شمشال کښې د ګليشير د خطې پحقله دې جامع رپورټ تيار کړى
د چيئرمين اين ډى ايم اے په مشرې کښې غونډه شوېده چې پکښې د ګلګت بلتستان صوبائى ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټى چارواکو پشمول نور اعلى افسرانو ګډون کړېدې
د هنزه ضلعې وادى شمشال ګليشير شل کاله پس مختلف قسمه تبديليانې محسوس شوى دى او ماهرينو زور اوړې دې چې دا ګلشير ويلى کيدل د لوے خطرې سبب جوړيدې شى