چيئرمين سينيټ په مشرې کښې د سينيټ غونډه شوېده

0
10

چيئرمين سينيټ صادق سنجراني په مشري کښي سينيټ اجلاس شوي، اجلاس کښي سري لنکا کښي دهشتګردي باندي يو منټ خاموشي اختيار کړي شوي وه او سري لنکا دهشتګردي باندي متفقه مذمتي قرارداد منظور کړي شوي
سينيټ اجلاس کښي د سري لنکا سره اظهار يکجهتي لپاره د دهشتګردي باندي يو منټ خاموشي اختيار کړي شوي وه، بلخوا سري لنکا کښي د دهشتګردي باندي مذمتي قرارداد په متفقه توګه منظور کړي او ايوان کښي سري لنکا دهشتګردي سره پاکستان کښي دهشتګردي باندي هم سينيټرانو خپل اظهار خيال کړي او موجوده بلوچستان کښي دهشتګردي باندي سخت دريز خپل کړي وو او سيکيورټي ادارو نه ئي د مخنيوي مطالبه کړي
سينيټر رضا رباني د نيشنل ايکشن پلان په حواله اووئيل چي يواځي دي پارليماني مشرانو ته په دي لړ کښي بريفنګ کافي نه دي، سينيټر رضا رباني مطالبه کړي چي مشترکه ډوانړو ايونونو ته په دي حقله بريفنګ او اعتماد کښي دي واخستي شي
بلخوا په سينيټ غونډه کښي هم وزيراعظم عمران خان سليپ اف ټنک باندي سخت تنقيدونه شوي،سينيټر رحمن ملک وزيراعظم نه معافي غوښتو مطالبه کړيده
سينيټ غونډه کښي ريلوي وزارت نه تحريري جواب کښي وئيلي شوي چي موجوده مالي کال کښي ريلوے خساره نيشته او پاکستان ريلوے تر اوسه پوري دري نوي اربه روپي ګټه کړيده، د سينيټ غونډه صبا لس نيمي بجو پوري ځنډولي شويده