چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو تقررۍ باندې يو ځل بيا غونډه ځنډولې شوېده

چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو تقررۍ باندې يو ځل بيا غونډه ځنډولې شوېده

چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو تقررۍ باندې يو ځل بيا غونډه ځنډولې شوېده ، اليکشن کميشن پارليمانى پارټۍ دريم ځل بغير د خبرو اترو ختمه شوېده او صبا يو ځل بيا درې بجې غونډۀ رابللې شوېده
شيرين مزاري په مشرۍ کښې د اليکشن کميشن پارليماني کميټۍ غونډه دريم ځل هم بغير د څه خبرو ارتو ختمه شوېده
پارليمانى کميټى چيئرپرسن شيرى مزارى وائى چې صبا به هر حال کښې غونډه کيږى او مثبت نتائج به مخ ته راشى
چيف اليکشن کمشنر او د اليکشن کميشن ممبرانو د تقررۍ په معامله د پارليماني کميټۍ غونډه کښې ډيډلاک برقرار دے
دريم ځل غونډه د ځنډ ښکار شوې کومه چې به اوس صباله کيږي
وزيراعظم لخوا چيف اليکشن کمشنر لپاره درې نومونه مخې ته راغلي دي په کوم کښې چې بابريعقوب، فضل عباس ميکن او عارف خان شامل دي، او اپوزيشن لخوا چيف اليکشن کمشنر لپاره ناصرکهوسه، جليل عباس جيلاني او اخلاق احمدتارړ نومونه تجويز کړے شويدي، هم دغه رنګ وزيراعظم اپوزيشن د سند او بلوچستان د ممبرانو لپاره هم درې درې نومونه تجويز کړيدي، اليکشن کميشن ممبرانو تقرري لپاره د شرين مزاري په سربراهۍ کښې پارليماني کميټي جوړه شوې په کومه کښې د اپوزيشن او حکومتي دولس اراکين شامل دي،پارليماني کميټي کښې تراوسه پورې د چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو د نومونو کښې اتفاق نه دے راغلے