چيف اليکشن کميشنر سردار رضا خان د دوه نوي ارکانو د حلف اخيستو نه انکار کړے

چيف اليکشن کميشنر سردار رضا خان د دوه نوي ارکانو د حلف اخيستو نه انکار کړے

چيف اليکشن کميشنر سردار رضا خان د دوه نوي ارکانو د حلف اخيستو نه انکار کړے ، ذرائع وائي چې چيف اليکشن کمشنر د اليکشن کميشن دغه دوه ارکانو تقرري د آئين خلاف ګرځولي ده
د سرچينو مطابق چيف اليکشن کميشنر سردار رضا خان د اليکشن کميشن دوه نوي ارکانو د حلف اخيستو نه انکار کړے او دريځ ئې خپل کړے چې د دغه دوه نوي ارکانو تقرري آئين خلاف کړې شويده
ذرائع دا هم وائي چې چيف اليکشن کشمنر سردار رضا خان وزارت پارليماني امور د خپلې فيصلې نه خبر کړيدے
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي تيره ورځ اليکشن کميشن کښې د دوه نوي ارکانو تقرري کړې وه چې پکښې د بلوچستان نه منير احمد کاکړ او د سنده نه خالد محمود صديقي نومونه شامل وو