جسټس قاضي فائز عيسي دعدالت عظمي دچيف جسټس څوکۍ ترلاسه کولو روستو ستر عدالت کښي د انقلابي اقداماتو سلسله برقرار ساتلي ، دي لړ کښې چيف جسټس سپريم کورټ کښي د زير التوا مقدماتو په معامله سبا له يو اهم اجلاس رابللي ، اجلاس کښي پاکستان بار کونسل او سپريم کورت بار ايسوسي ايشن ته هم د ګډون بلنه ورکړي شوي
جسټس قاضي فائز عيسي دچيف جسټس څوکۍ ترلاسه کولو روستو سپريم کورټ کښي د زير التوا مقدماتو په معامله يو اهم اجلاس رابللي
زرائع وائي چه سباله دري بجي راغوښتي شوي اجلاس کښي به د سپريم کورټ بنچز تشکيل او زير التوا مقدمات په معامله غورکولي شي
زرائع دا هم وائي چه وائي چه چيف جسټس دي اجلاس کښي پاکستان بار کونسل او سپريم کورت بار ايسوسي ايشن ته هم د شرکت بلنه ورکړي
وئيلي کيږي چه دانصاف فراهمۍبهترجوړولو په معامله به د وکيلانو تنظيمونو نه تجاويز اخيستي شي ، وکلا تنظيمونه به د بنچز تشکيل او مقدمات سماعت لپاره مقرر کولو په حواله خپل تجاويز وړاندي کوي
ياده دي وي چه دا وخت سپريم کورټ کښي اووه پنځوس زره نه سيوا مقدمات زير التوا دي او ځني مقدمات خو دکلونو راهسي د سماعت په انتظار دي