چيف جسټس آف پاکستان جسټس سعيد کهوسه د مجرم ذهنې مريض غلام عباس په سزائے موت عمل درآمد اودرولې دے

د سپريم جوډيشل کونسل اجلاس کښې به د ججانو خلاف د ريفرنسونو په معامله غور کيږي

چيف جسټس آف پاکستان جسټس سعيد کهوسه د مجرم ذهنې مريض غلام عباس په سزائے موت عمل درآمد اودرولې دے، غلام عباس ته کال دوه زره شپږم کښې د ګاونډي په قتل جرم کښې ځائے عدالت د مرګ سزا اورولې وه
سپريم کورټ کښې جسټس پراجيکټ پاکستان لطرفه دائر کړے شوي درخواست نه پس سپريم کورټ نن په سزائے موت د عمل درآمد خلاف حکم امتناعې جاري کړيدے
اډياله جيل چارواکو هم پخلې کړيدے چې د غلام عباس د پهانسې په سزا عمل درآمد خلاف هغو ته د سپريم کورټ حکم نامه موصول شويده
چارواکې وائي چې د حکم نامے نه پس په پهانسې سزا عمل درآمد اودرولې شويدے
څرګنده دې وې چې غلام عباس کال دوه زره څلورام نه قيد دے او هغه ته کال دوه زره شپږم کښې د خپل ګاونډي په قتل جرم کښې ځائے عدالت د مرګ سزا اورولې وه