چيف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار احمد د نيب کارکردګۍ باندې يو ځل بيا سوالونه پورته کړى

چيف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار احمد دقامي احتساب بيورو کارکردګې باندي يو ځل بيا سوالونه پورته کړي او چيئرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال باندې دسختې برهمي اظهار کړې

سپريم کورټ کښې دنيب افسرانو اسسټنټ ډائريکټر فاخر شيخ او ترويش لخواملزمانو نه يو کروړروپې رشوت اخستوالزام دوباره انکوائرې لپاره دسند هائيکورټ حکم خلاف دنيب اپيل سماعت شوې، دچيف جسټس په مشرې کښې دسپريم کورټ دوه کسيزه بينچ دنيب اپيل سماعت کړې، سماعت دوران چيف جسټس ګلزار احمد خپل ريمارکس کښې اووئيل چې په نيب کښې موجود افسران لوئې لوئې فراډ کوي، ولې چيئرمين نيب پرې خاموش دې، نيب افسرانو له اداره چلول نه ورځي چيف جسټس استفسارکړې چې چيئرمين نيب خودسپريم کورټ جج پاتې شوې هغه بغير انکوائري يوملازم څنګه نوکرې نه لرې کولې شي ، ډپټي پراسيکوټر نيب عمران الحق خپل موقف کښې اووئيل چې فاخر شيخ او ترويش خلاف انکوائري شوې، او سند هائيکورټ په درې مياشتو کښې دوباره انکوائرې مکملولو حکم کړې، چيف جسټس دبرهمې اظهار اوکړو او اووئيل چې کال دوه زره اتلسم نه دغه معامله جاري دې ولې انکوائرې تراوسه پورې مکمل شوې نه دې، دعدالتي ابزرويشنز نه پس نيب انکوائري مکملولو لپاره خپل اپيل واپس اخستې دې