چيف جسټس ثاقب نثار ديامير کښې د جينکو سکولونو د سوځولو نوټس اخستے

0
11
چيف جسټس ثاقب نثار ديامير کښې د جينکو سکولونو د سوځولو نوټس اخستے

چيف جسټس ميا ثاقب نثار ديامر کښي د جينکو سکولونو سوزولو پيښې نوټس واخيستو،چيف جسټس د متعلقه چارواکو نه د واقعے په حواله رپورټ طلب کړے
چيف جسټس آف پاکستان ميا ثاقب نثار د ديامر چلاس سيمه کښي د جينکو سکولونو سوزولو د پيښے نوټس اخستے دے
چيف جسټس وفاقي حکومت،سيکرټري آزاد کشمير او ګلګلت بلتستان افيئرز او سيکرټري داخله نه په اته څلويښت ګهنټو کښي رپورټ طلب کړے دے
ديامر کښي د جمعے په شپه نامعلومه کسانو د جينکو سکولونه سوزولے وو،آزادو ذرائعو مطابق نامعلومه شرخوښو په چيلاس کښي دولس سکولونه سوزولے دي خو مقامي پوليس د څلور سکولونو د سوزولو تصديق کړے دے