چيف جسټس جنسې تشدد او ماشومانو لپاره جدا عدالتونه جوړولو اعلان کړے دے

چيف جسټس آصف سعيد د ماډل کورټس او عدالتونو کردار ستائيلے دے،وائې چې راتلونکې مياشت کښې به نورو ضلو کښې هم ماډل کورټس جوړ کړے شې،چيف جسټس جنسې تشدد او ماشومانو لپاره جدا عدالتونه جوړولو اعلان هم کړے دے
چيف جسټس آصف سعيد کهوسه فيډرل جوډيشل اکيډمې اسلام آباد کښې ماډل کريمنل کورټس متعلق تقريب ته خطاب کړے او وئيلې دې چې ماډل کورټس په پينځه څلويښت ورځو کښې پينځه زره او اته سوه مقدمې فيصله کړے دې،شروع کښې يوسل شپاړس ماډل کورټس جوړ کړے شوے وو ،وس اووه پنځوس نور ماډل کورټس قائم کړے شوے دې،راتلونکې مياشت کښې به نورو ضلعو کښې هم ماډل کورټس کار شروع کړې
چيف جسټس د جنسې تشدد مخنوې او ماشومانو لپاره د ملک په هره ضلع کښې د خصوصې عدالتونه جوړولو اعلان هم کړے او وئيلې دې چې ماشومانو عدالت کښې به د کور په شان ماحول وې
چيف جسټس تقريب ته خطاب کښې اووئيل چې يويشتمې صدۍ کښې مونږ د ټيکنالوجې په دور کښې داخل شوے وو،عدالتونو کښې ويډيو لنک په ذريعه د مقدماتو آغاز شوے دے،جولائې آخرې پورې به کوئټه کښې هم اې کورټ کار شروع کړې
انصاف نظام کښې نقائصو متعلق د چيف جسټس وينا وه چې بائد مونږ وړمبې فوجدارې نظام عدل بهتر کړو ځکه چې فوجدارې مقدمات کښې خلک جيلونو کښې بند دې او ديوانې مقدماتو کښې کور کښې ناست وې
ملکې حالاتو باندې چيف جسټس خپله تبصره کښې اووئيل چې معيشت متعلق خبرونه باندې مې زړه خفه دے،ټې وې باندې ګورو چې پارليمنټ کښې ليډر آف اپوزيشن تقرير ته نه پريږدې،د لوبو ميدان نه هم ښه خبرونه نه راځې خو په داسې حالاتو کښې هم د عدليے کردار قابل تحسين دے