چيف جسټس سره د سعودي عرب سفير سپريم کورټ کښي ليده کاته کړي

0
15
چيف جسټس

چيف جسټس آف پاکستان جسټس ثاقب نثار سره پاکستان کښي تعينات د سعودي عرب سفير سپريم کورټ کښي ليده کاته کړي، ملاقات کښي د پاکستان او سعودي عرب ترمئينځه د تعلقاتو په حواله تبادله خيال شوي
د سپريم کورټ ترجمان لخوا جاري شوي بيان ترمخه د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي سپريم کورټ کښي چيف جسټس ثاقب نثارسره خيرسګالي ملاقات کړي
د ملاقات دوران سعودي سفير چيف جسټس ته د پاکستان او سعودي عرب ترمئينځه باهمي تعلقاتوباندي بريفنګ ورکړو ، سعودي سفير اوئيل چه دوانړه ملکونو ترمئينځه ډير څيزونه مشترک دي چه پکښي مشترکه روايات او کلتور هم شامل دي
دبيان ترمخه په دي موقع سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي دنيک خواهشاتواظهار اوکړو او د ملاقات لپاره وخت راويستوباندي ئي د چيف جسټس ثاقب نثار شکريه آدا کړه