چيف جسټس سپريم کورټ کښې دوه خواجه سراؤ ته نوکرۍ ورکولو اعلان کړي

0
12
چيف جسټس

چيف جسټس ميا ثاقب نثار سپريم کورټ کښې دوه خواجه سراؤ ته نوکرۍ ورکولو اعلان کړيدې ، وئيلى دى چې خواجه سراؤ ته حقوق ورکول زمونږ ذمه وارى ده
سپريم کورټ کښې خواجه سراؤ حوالې سره سماعت دوران چيف جسټس وئيلى دى چې خواجه سرا عام خلکو سره برابر راوستلو لپاره به مونږ خپل کوششونه جارى ساتو ،زمونږ هدايت باندې نادره ټول خواجه سراؤ ته شناختى کارډ جارى کړيدى ، خېبرپښتونخوا کښې د خواجه سراؤ تذليل روان دې او هغوى ته د قتل دهړکې هم ميلاويږى ، داسې پيښو سره د پاکستان ډيره بدنامى کيږى
چيف جسټس خواجه سراؤ خلاف ويب سائټس نوټس هم واخيستو او دې حوالې سره ويب سائټ مالک نسيم قمر او متعلقه ادارو ته نوټسز جارى کړل ، د کيس سماعت دوه هتفو پورې ملتوى کړې شو